Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Август
2018

امریکا: روسیه اوس هم د امریکا پرضد له بېلابېلو تګلارو کار اخلي

0
د امریکا د استخباراتي او امنیتي ادارو مشران وايي، روسیه اوس هم د امریکا پرضد له بیلابیلو تګلارو کار اخلي څو په ټولنه کې نفاق جوړ او پراخ کړي او زیاتوي چې دوی اوس هم د امریکا د انتخاباتو د امنیت له پلوه اندیښمن دي.


 


د امریکا د استخباراتو د ملي ادارې مشر ډان کوتس د پنجشنبې په ورځ د استخباراتي ادارو د مشرانو له غونډې وروسته په سپینه ماڼۍ کې یوې ګډې خبري غونډې ته وویل، د روسیې له خوا د پیغامونو په وسیله پراخ کمپاین لاهم روان دی څو امریکا کمزورې کړي او نفاق پکې واچوي. ښاغلي وویل چې د امریکا استخباراتي ادارې په ۲۰۲۰ کال کې د کانګرس او ولسمشرۍ د انتخاباتو لپاره اندیښنه لري.


د امریکا د کورني امنیت وزیرې کریستین نیلسن هم په ګډه خبري غونډه کې ورته څرګندونې وکړې:  


"زموږ ډیموکراسي تر برید لاندې ده. آزاد او عادلانه انتخابات زموږ د ډیموکراسۍ د معیار تیږې دي او ښکاره خبره ده چې دا ازښتونه زموږ د دښمنانو له خوا په نښه شوي، د هغو دښمنانو له خوا چې غواړي تفرقه واچوي او زموږ د ژوند طریقه زیانمنه کړي."


د امریکا د استخباراتي ادارو د مشرانو پرونۍ غونډه ناڅاپي وه چې د تحقیقاتو د فدرال ادارې FBI مشر کریستوفر واري او د ملي امنیت سلاکار جان بولټن هم ګډون پکې کړی و.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса