Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Август
2018

مخالف ګوندونه صدراعظمۍ ته د عمران خان پروړاندې پر ګډ کاندید سلا شوي

0
په پاکستان کې تحریک انصاف ګوند مخالفو سیاسي یا اپوزسیون ګوندونو اعلان وکړ چې په ملي اسمبلۍ کې به د تحریک انصاف ګوند د صدراعظم د کاندید په مقابل کې ګډ کاندید ودروي.


ویل کېږي چې د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان به د حکومت تر جوړولو وروسته، د نوي صدراعظم په توګه له پارلمانه رأیه واخلي، خو د دغه ګوند مخالفو سیاسي ګوندونو اعلان وکړ چې په پارلمان کې به د تحریک انصاف د کاندید په مقابل کې، د صدراعظمۍ، سپیکر او مرستیال سپیکر لپاره ګډ کاندیدان ودروي.


د پاکستان مسلم لیګ ن، پیپلز، عوامي نېشنل ګوندونو او متحده مجلس عمل استازو دا پرېکړه د پنجشنبې په اسلام اباد کې هغه ټولګونډیزه غونډه کې کړې چې تر ټاکنو وروسته د رامنځته شوي وضعیت په اړه د تګلارې د ټاکلو لپاره رابلل شوې وه.


په پاکستان کې د جولای په ۲۵مه عمومي ټولټاکنې ترسره شوې چې د عمران خان په مشرۍ تحریک انصاف ګوند پکې د مسلم لیګ ن، پیپلز، عوامي نېشنل ګوندونو او متحده مجلس عمل اتحاد په پرتله، په مرکز او صوبايي اسمبلیو کې ډېرې څوکۍ وګټلې او اوس د حکومت جوړولو په هڅه کې دی.


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса