Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Август
2018

سرګي ریابکوف له امریکايي سناتور رانډ پاول سره ګوري

0
د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال سرګي ریابکوف به د اګست په شپږمه نېټه په مسکو کې له امریکايي سناتور رانډ پاول سره وګوري.


رانډ پاول د امریکا یوازنی سناتور دی چې د روسیې او امریکا د ولسمشرانو وروستۍ لیدنه یې ستایلې وه.


د روسیې د بهرینو چارو وزارت مرستیال سرګي ریابکوف د انټرفاکس خبري اژانس سره مرکه کې او د سناتور پاول د دفتر په یوه بیان کې د دې لیدنې خبر ورکړی دی.


د روسیې خبري اژانسونو ویلي چې سناتور پاول به د روسیې د پارلمان له غړو سره په لیدنه کې د امریکايي هیئت مشري کوي.


سناتور پاول د جولای په ۱۶ مه په هلسنکي کې د ټرمپ او پوتین د لیدنې په ورځ په پولیټیکو خپرونه کې په یوه تبصره کې له پوتین سره د ولسمشر ټرمپ لیدنه یو ښه اقدام بللی و او ویلي یې وو، روسیې ته به سفر وکړي، څو د روسیې له مشرانو سره پر شریکو  ټکو بحث وکړي او د د تاوتریخوالي د بې ضرورته زیاتېدو مخه ونیسي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса