Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Август
2018

په هرات کې اور لګېدنې میلیونونه افغانۍ زیان اړولی

0
د هرات سیمه ییز چارواکي وایي، نن په دغه ښار کې د سکندري په نوم یوې سوداګریزې ودانۍ کې اور لګېدنې میلیونونه افغانۍ زیان اړولی دی.


د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد ازادي راډیو ته وویل چې په دې ودانۍ کې د نوي کابل بانک دفتر او څو نورو علمي او فرهنګي مرکزونه موقعیت لري.


هغه زیاته کړه:


"لومړني تحقیقات ښیي چې د کابل بانک مهمو اسنادو ته زیان نه دی رسېدلی، یوازې لس سلنه غیر مهمې پاڼې له منځه تللې دي او د بانک مخزن نه دی زیانمن شوی، میلیونونه افغانۍ زیان پخپله د ودانۍ او نورو تخنیکي وسایلو له اړخه اوښتی دی." 


د ښاغلي فرهاد په خبره، تر اوسه د دې اور لګېدنې دلیل معلوم نه دی. 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса