Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Август
2018

بشري حقونو کمېسیون: له تسلیم شوېو داعشیانو سره باید حساب وشي

0
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسيون وايي، د داعش ډلې له هغو جنګياليو سره بايد حساب-کتاب وشي چې په وروستيو کې افغان حکومت ته تسليم شوي دي.


د دغه کمېسيون وياند بلال صديقي نن يکشنبه ازادي راډيو ته وويل:


"بايد د قانون په رڼا کې له دوى پوښتنې-ګروېږنې وشي، پر دوى بايد قانون عملي شي، ځکه دوى د خپلو جنايتکارانو اعمالو مسؤل دي، د قربانيانو د کورنيو غړي هم له دغو کسانو سره د قانوني چلند غوښتنه لري."


افغان پوځي چارواکو تېره اوونۍ د جوزجان په درزاب ولسوالۍ کې د داعش د ٢٥٠ غړيو د تسليمېدو خبر ورکړ.


دفاع وزارت ويلي چې دغه تسليم شوي وسله وال د جوزجان ملکي ادارې ته سپارل شوي او د دوى د مجازاتو او مکافاتو په اړه به افغان حکومت پرېکړه کوي.


د جوزجان ځينو اوسېدونکو پرون په یوه اعتراضيه غونډه کې د تسلیم شويو وسله‎والو د محاکمې غوښتنه کړې وه.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса