Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Август
2018

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت واشنګټن کې د روسيې شارژدافیر وروباله

0
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پرون یکشنبه په واشنګټن کې د روسيې شارژدافیر وروباله او د هغه هڅو په اړه‌يې ورته اعتراض وکړ چې روسيې د ټولنیزو شبکو له لارې کړي دي.


د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې هدر ناوئرټ په خپل ټویټر لیکلي دي چې روسیه د ټولنیزو شبکو له لارې د امریکا په ټولنه کې د درز اچولو او تاوتریخوالي د پارولو هڅې کوي.




هدر ناوئرټ ویلي، د امریکا د بهرنیو چارو مرستیال وزیر په واشنګټن کې د روسيې له شارژدافیر څخه په‎دې اړه سپیناوی وغوښت.


مېرمن هدر ناوئرټ ویلي، امریکا به په خپلو کورنیو چارو کې دا ډول متجاوزه لاسوهنه ونه‌مني.


فېس‌بوک شبکې د جولای په ۳۱مه وویل، داسې هڅې يې کشف کړي دي چې ښيي د ټولنیزو شبکو له لارې د امریکا د کانګرس په راروانو انتخاباتو کې د لاس‎وهنې لپاره کار کېږي.


فېس‌بوک ویلي، دا اداره نه‎شي ویلی چې دا کار روسيه کوي، خو په ټولنیزو شبکو چې د دې هڅو کومه طریقه کارول شوې ده، هغه له روسيې سره تړاو لري.


په واشنګټن کې د روسيې سفارت بیا د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت دا تور رد کړی دی.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса