Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Август
2018

د غزني د امنیه قوماندانۍ پر مېلمستون بریدونکی ووژل شو

0
د غزني د امنیه قوماندانۍ پر مېلمستون برید کوونکی ووژل شو.


څو شېبې وړاندې یو تن وسله‌وال چې غوښتل یې د غزني امنیه قوماندانۍ د مېلمستون ساتونکي د بې‌غږه تومانچې په وسیله په نښه کړي د پولیسو له لوري وژل شوی دی.


د پنجشنبې په ورځ تر غرمې وروسته له امنیه قوماندانۍ څخه ازادي راډیو ته په رالېږل شوې خپرپاڼه کې راغلي دي چې یاد کس‌یې د ساتونکو له لوري له پېژندګلوۍ وروسته له پولیسو سره په نښته کې وژلی دی.


خبرپاڼه زیاتوي چې وسله‌وال غوښتل چې له سیمې څخه وتښتي، خو د پولیسو له لوري له‌منځه ولاړ، په دې پېښه کې امنیتي سرتېرو ته زیان نه‌دی اوښتی.


له دغه وسله‌وال څخه یوه بې‌غږه تومانچه او یو عراده موټرسایکل هم د پولیسو لاس ته ورغلي دي.


کومې وسله‌والې ډلې تر دا مهاله د دې پېښې په اړه څه نه‌دي ویلي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса