Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Август
2018

ملګرو ملتونه: روسيې او چين د امريکا د یوه وړاندیز مخه ونيوله

0
د ملګرو ملتونو ډيپلوماټان وايي: روسيې او چين د امريکا د هغه پېشنهاد مخه ونيوله چې د ملګرو ملتونو په تور لېست کې يې د يوه روسي بانک او په مسکو کې مېشت د شمالي کوريا د يوه بانکدار د شاملولو په اړه کړى و. 


روسيې او چين پرون ناوخته د امريکا پر هغه درخواست انتقاد وکړ چې د ملګرو ملتونو د بنديزونو له کمېټې په کې غوښتنه شوې چې پر اګرو سويوز «Agrosoyuz» تجارتي بانک بنديز ولګوي.


پر دغه بانک تور پورې دى چې له شمالي کوريا سره يې پر مالي راکړې ورکړې د ملګرو ملتونو له لګول شوېو بنديزونو په تېښته کې همکاري کړې ده. 


د امريکا په درخواست کې په مسکو کې د شمالي کوريا د بهرني تجارتي بانک مرستيال استازى ري جونګ اون هم په نښه شوى دى.


درخواست دا شمالي کوريا دوه مخکښې کمپنۍ ګڼي چې د واشنګټن له هغو بنديزونو يې سرغړونه کوله چې تېره اوونۍ پر روسي بانک او نورو بنسټونو ولګول شول.


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса