Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Август
2018

چک جمهوریت وايي، په افغانستان کې سل نور سرتیري اضافه کوي

0
چک جمهوریت وايي، په افغانستان کې له خپل روزنیز پوځي ماموریت سره سل نور سرتیري اضافه کوي.


دا په داسې حال کې ده چې تېره یکشنبه په بګرام کې د درېیو وژل شوېو چکي سرتېرو مړي د چهارشنبې په ورځ د دې هېواد مرکز پراګ ته انتقال شول.


د چک د دفاع د وزارت یوه جنرال له ازادي راډیو سره په یوې مرکه کې وویل چې د دوی ځواکونو ته په افغانستان کې اوښتې مرګ ژوبله به د افغانستان په اړه د چک جمهوریت پر ژمنو اغېز ونه کړي.


جنرال شتیفان مورانسکي وویل:


"چک جمهوریت د ناټو له غوڅ ملاتړ ماموریت سره کلک تعهد او هوډ لري. موږ په نږدې راتلونکې کې په افغانستان کې خپل سرتیري زیاتوو. سل سرتېري به اضافه شي."


چک جمهوریت په افغانستان کې ۲۳۰ پوځي پرسونل لري او له ۲۰۰۲ میلادي کال راهیسې د دې هېواد ۱۳ عسکر په افغانستان کې وژل شوي دي.


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса