Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Август
2018

چارواکي: د کونړ په ماڼوګي کې د طالبانو او داعش ترمنځ جګړه روانه ده

0
د راپورونو له مخې، د کونړ ولایت د ماڼوګي ولسوالۍ په کوړنګل او نورو غرنیو سیمو کې نن سهار د وسله والو طالبانو او داعش ډلې د جنګیالیو ترمنځ جګړه پیل شوې چې لاهم روانه ده.


دولتي چارواکي جګړه تأییدوي، خو دواړو خواو ته د اوښتو تلفاتو په اړه بې خبري ښيي.


په ختیځ کې د ۲۰۱ سیلاب قول اردو ویاند محمد هارون یوسفزي ازادي راډیو ته وویل، دوی ته د یوه طالب وسله وال د ټپي کېدو خبر رسېدلی، خو دی زیاتوي چې جګړه د ماڼوګي په اړوندو درو کې په داسې یوه سیمه کې روانه ده چې نه خلک هلته تګ راتګ کولای شي او نه ټيليفون کار کوي.


د کونړ چارواکي وايي، دا په کونړ کې د وسله والو طالبانو او داعش ډلې ترمنځ لومړۍ جګړه نه ده او له دې مخکې هم په چپې درې ولسوالۍ او نورو سیمو کې د دوی ترمنځ جګړې شوي دي.


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса