Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Август
2018

په رومانیا کې سلګونه کسان د مظاهرو د تشدد له امله ټپیان شوي

0
په رومانیا کې سلګونه کسان د پولیسو او مظاهره چیانو ترمنځ د اخ او ډب پرمهال ټپیان شوي دي.


چارواکي وايي، په پلازمېنه بخارست کې د تشدد په دې پيښو کې د بلوا ضد پولیسو د لسو سرتېرو په ګډون ۴۴۰ کسان ټپیان شول چې ټولو ته روغتیايي مرستې رسول شوې دي.


پرون د اګست په لسمه لسګونه زره کسان د مظاهرو لپاره د بخارست واټونو ته را ووتل او د هېواد په قوانینو کې د بدلون په خاطر یې د حکومت د استعفا غوښتنه وکړه.


د دې مظاهرو په ترڅ کې هغه مهال تشدد پيښ شو چې پولیسو د اعتراض کوونکو د تیت او پرک کولو لپاره له اوښکې بهوونکي ګاز او هغو توپونو کار واخیست چې اوبه شیندي.


اعتراض کوونکي وايي چې په قوانینو کې بدلون په فساد د تورنو کسانو د عدلي تعقیب په وړاندې خنډ رامنځته کوي.


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса