Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Август
2018

یادګاري: په ۸۱ عملیاتونو کې تر یوه ټن ډېر نشه يي مواد نیول شوي

0
له نشه‎يي موادو سره د مبارزې پولیسو د ۸۱ عملیاتونو په ترڅ کې تر یوه ټن ډېر نشه‎يي مواد نیولي دي.


د کورنیو چارو وزارت له نشه‎يي موادو سره د مبارزې معینیت ویاند اسدالله یادګاري د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې دا عملیات په ۱۸ ولایتونو کې ترسره شوي چې په نتیجه کې یې د یوه لوی قاچاق کوونکي په ګډون لسګونه نور قاچاق کوونکي هم نیول شوي دي.


نوموړی وايي:


"د دې پېښو په تړاو ۱۰۵ تورن کسان نیول شوي چې په‎دې ډله کې درې يې ښځې دي. په نیول شوېو کسانو کې د نشه‎يي موادو یو لوی قاچاق کوونکی هم شامل دی چې له نشه‎يي موادو سره د مبارزې کارکوونکو په کندهار ولایت کې نیولی دی."


په نیول شوېو موادو کې دوه ډوله کېمیاوي مواد شامل دي چې د نشه‎يي موادو او نشه‎يي ګولیو په جوړولو کې کار ځینې اخېستل کېږي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса