Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Август
2018

سپاه پاسداران انقلاب: د کردانو په سیمه کې یې ۱۰ وسله وال وژلي

0
د ایران د سپاه پاسداران انقلاب ځواک وايي چې د عراق سرحد ته نېږدې د کردانو په سیمه کې یې ۱۰ تنه وسله وال وژلي دي.


دې ځواک په یوه بیان کې چې نن د ایرنا دولتي خبري اژانس خپور کړ، ویلي دي چې دا لس وسله وال د هغې ترورېستي ډلې غړي وو چې په عصري وسلو سمبال وه.


بیان زیاتوي چې دا پوځي عملیات د جمعې د ورځې په ماسختن په کرد مېشتې اوشناویه سیمه کې شوي او په ترڅ کې یې د دې ډلې یوشمېر نور وسله وال ټپیان شوي دي.


سپاه پاسدران د خپلو تلفاتو په اړه څه نه دي ویلي، خو یادونه یې کړې چې په زیاته اندازه وسلې، مهمات او د مخابرې وسایل یې له دې ډلې څخه ترلاسه کړي دي.


د ایران په کرد مېشتو سیمو کې مخکې هم د ایراني ځواکونو او کرد بیلتونپالو او داعش ډلې د وسله والو ترمنځ نښتې شوې دي.


په جولای میاشت کې په دې غرنۍ سیمه کې لږترلږه دوه نښتې وشوې او په ترڅ کې یې د سپاه پاسداران ۱۰ سرتېري ووژل شول.


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса