Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Август
2018

جواد ظریف: د ایران او امریکا د چارواکو د کتنې هېڅ راز پلان نشته

0
د ایران د بهرنیو چارو وزیر وايي، د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر په ګډون د دواړو هېوادونو د چارواکو د کتنې هېڅ راز پلان نشته.


جواد ظریف نن شنبه د تسنیم خبري اژانس د پوښتنې په ځواب کې چې ایا د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په حاشیه کې د داسې یوې غونډې احتمال شته او کنه، وویل چې داسې یو پلان نشته.


د ایران ولسمشر حسن روحاني د واشنګټن له خوا د جولای په شپږمه پر دې هېواد د بندیزونو له اعلانه مخکې د خبرو لپاره د ولسمشر ډونالد ټرمپ غوښتنه رد کړې وه.


ښاغلي ظریف نن تسنیم اژانس ته وویل چې د ټرمپ د غوښتنې په وړاندې د ولسمشر روحاني او زما رسمي منفي دریځ د مقابل لوري د نه رښتینولۍ له کبله مخکې اعلان شوی دی.


ټرمپ په مې میاشت کې له ایران سره د شپږو پیاوړو قدرتونو له اټمي موافقې څخه د امریکا وتل اعلان کړل او ژمنه یې وکړه چې پر دې هېواد به نوي بندیزونه ولګوي، ځکه د ده په وینا، تهران پر خپلو ژمنو عمل نه دی کړی.


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса