Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Август
2018

کامراني: کابل کې د غزني د روان امنیتي وضعیت په اړه لاریون کوو

0
د غزني د ولایتي شورا مرستیال وايي، د دوشنبې په سهار په کابل کې د غزني د روان امنیتي وضعیت په اړه لاریون کوي.


امان الله کامراني پرون شپه ازادي راډيو ته وویل چې په غزني ښار کې وسله‎والو طالبانو پراخ بریدونه کړي او دولت باید د امنیت د نیولو لپاره جدي اقدامات وکړي.


نوموړی وايي:


"د غزني خلک چې په کابل کې دي که وکیلان دي که مدني فعالان دي له ټولو اقوامو به دلته په عیدګاه جومات کې مظاهره کوي. د دې په خاطر چې غزني ته توجه نه کېږي لکه څنګه چې لازمه ده له غزني دفاع نه‎ده شوې."


د افغانستان دفاع وزارت وایي، تازه دمي کمانډویان غزني ته رسیدلي او په تصفیوي عملیاتو بوخت دي خو د ملکیانو د تلفاتو د مخنیوي لپاره عملیات ورو مخته ځي.


وسله‎والو طالبانو د جمعې له شپې راهیسې په غزني ښار پراخ بریدونه پیل کړي دي.


 


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса