Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Август
2018

پاکستاني پولیسو ۸ چینایان نیولي

0
د پاکستان پولیس وايي، اته چینایان‌یې نیولي چې غوښتل‌یې په پنجاب ایالت کې د برښنا یوې دستګاه ته له وسلو سره ننوځي.


د پولیسو یوه چارواکي ظفر اقبال ویلي، دا اته چینایان پرون یکشنبه د پنجاب ایالت د شیوال د قادراباد برښناکوټ ته څېرمه ونیول شول.


د دوی له موټرو یوه تفګنچه، یو ماشینداره او یوه اندازه مرمۍ ترلاسه شوې دي.


چین د پاکستان په برښنا او نورو بنسټیزو پروژو کې ډېره پانګونه کړې ده.


د چین د پانګونو یوه تر ټولو لویه برخه د یو کمربند یوه لار پروژه ده چې په چوکاټ کې یې زرګونه کارګران پاکستان ته استول کېږي.


دا اته چینایان داسې وخت د پاکستان پولیسو ونیول چې د شنبې په ورځ په بلوچستان کې د چینايي انجنیرانو یو بس موټر تر انتحاري برید لاندې راغی چې په‎کې د درېیو چینایانو په شمول شپږ کسان ټپیان شول.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса