Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Август
2018

سلیم: په غزني کې سل تنه افغان ځواکونه یا وژل شوي او یا تری تم دي

0
یوه افغان پوځي چارواکي نن دوشنبه تأیید کړه چې په غزني کې د سختو نښتو په ترڅ کې لږترلږه د افغان امنیتي ځواکونو سل تنه یا وژل شوي او یا هم تری تم دي.


دغه څرګندونې د افغان ځانګړو ځواکونو ویاند جاوید سلیم کړي او ویلي یې دي چې دغه ځواکونه به په غزني ښار کې دننه د جګړو یا د غزني ولایت په ولسوالیو کې د نښتو په نتیجه کې وژل شوي او یا تری تم شوي وي.


سلیم دغه راز وویل چې په غزني کې د څلورو ورځو جګړو په نتیجه کې د طالبانو د لږترلږه دونیم سوه وسله والو د وژل کېدو خبر ورکړل شوی دی.


د افغان ځانګړو ځواکونو ویاند وویل چې په غزني کې د ځواکونو د ملاتړ لپاره له کابله نوي ځواکونه غزني ته په لاره دي.


په غزني کې چې جګړې نن دوشنبه څلورمې ورځې ته غځېدلي، د نړیوالو ځواکونو یوه ویاند وویل چې د افغان امنیتي ځواکونو د ملاتړ لپاره یې پوځي سلاکاران غزني ته استولي دي.


په عین حال کې د غزني قومي مشرانو، مدني فعالانو او یو شمېر ځوانانو نن په کابل کې د غرني ښار د روان وضعیت په اړه یو اعتراضي لاریون وکړ.


د غزني د ولایتي شورا مرستیال امان الله کامراني ازادي راډیو ته وویل چې طالبانو په غزني کې جګړه پراخه کړې او حکومت يې باید د مخنیوي لپاره بېړني او جدي ګامونه پورته کړي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса