Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Август
2018

نوري: د غزني په بازار کې دکانونه خال خال پرانیستل شوي

0
خبریالان وايي چې نن سهار د غزني په بازار کې دکانونه خال خال پرانیستل شوي خلک هم په تګ راتګ کې لیدل کېږي. 


وسله‌والو طالبانو د جمعې په شپه پر غزني ښار درنه حمله وکړه چې څو ورځې یې دوام وکړ.


د غزني د والي ویاند، عارف نوري نن چهارشنبه  اسوشیټېډ پرس خبري اژانس ته ویلي چې په ښار کې ژوند د عادي کېدو په حال کې دی.


د نوري په وینا، د غزني پر ښار په حمله کې ۳۵ ملکي وګړي وژل شوي دي. 


په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د هماهنګۍ اداره وايي چې د غزني پر ښار په حمله کې ښايي د ۱۱۰ او ۱۵۰ ترمنځ ملکي وګړي وژل شوي او زخمیان شوي وي، خو دقیقه شمېره به وروسته څرګنده شي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса