Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Август
2018

ایرانۍ نسرین ستوده په جاسوسۍ تورنه شوې

0
په ایران کې د بشري حقونو پېژندل شوې مدافع وکیله، نسرین ستوده په جاسوسۍ تورنه شوې ده.


د هغې مدافع وکیل، پیام درفشان نن چهارشنبه د ایران رسمي خبري اژانس، اېرنا ته وویل چې پر هغې په ابتدا کې د رژیم ضد پروپاګند تور لګېدلی و، خو اوس په جاسوسۍ تورنه شوې ده.


درفشان وویل چې چارواکو د دې تور د سپیناوي لپاره اسناد یا شواهد نه‌دي وړاندې کړي.


نسرین ستوده د روان میلادي کال په پیل کې د هغو ښځو وکالت کاوه چې په ایران کې د اجباري حجاب پر ضد د اعتراض له امله نیول شوې وې.


هغه د روان میلادي کال په جون میاشت ونیول شوه.


د اروپا پارلمان په ۲۰۱۲ میلادي کال کې د فکر د ازادۍ معتبره جایزه، سخاروف، په مشترک ډول نسرین ستوده ته ورکړه.


نسرین ستوده پر ځان لګېدلي تورونه رد کړي دي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса