Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Август
2018

جنرال کوهستانی: پلچرخي محبس کې د بندیانو اعتصاب پای ته رسېدلی

0
د افغانستان د محبسونو او توقیف‌ځایونو عمومي رئيس وايي چې په پلچرخي محبس کې د بندیانو اعتصاب پای ته رسېدلی دی.


په پلچرخي محبس کې له څه باندې یوې اوونۍ راهیسې یو شمېر بندیانو د محبس پر شرایطو د اعتراض لپاره د نه‌خوړلو اعتصاب کړی وو.


خو د کورنیو چارو وزارت د محبسونو او توقیف‌ځایونو عمومي رئيس ډګر جنرال حلیم کوهستاني نن پنجشنبه ازادي راډیو ته وویل چې اعتصاب پای ته رسېدلی دی.


ښاغلی کوهستاني زیاتوي:


"پرون ماښام ۶ بجې د دوی اعتصاب ختم شو، اوس کومه ستونزه نه‌شته."


څو تنو بندیانو د ټیلیفون له لارې ادعا کړې وه چې د اعتصاب له کبله یو شمېر بندیان مړه شوي او د نورو روغتیايي حالت نازک دی.


د ولسمشر محمد اشرف غني د بخښنې له فرمانونو څخه بې‌ګټې پاتې کېدل، د خپلو ولایتونو اړوند زندانونو ته د دوی نه‌‌لېږدول، د ځینو نامعلوم برخلیک، د زندان د مسؤلینو له‌خوا له دوی سره ناسم چلند او د مناسب ځای او خوراک نشتوالی هغه موارد دي چې د پلچرخي محبس اعتصاب کوونکو بندیانو د خپل اعتصاب دلایل بلل.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса