Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Август
2018

چارواکي: د دشت برچي پېښه کې ۴۸ نه، بلکې ۳۴ تنه وژل شوي

0
افغان چارواکو د کابل په دشت برچي سیمه کې پر یوه روزنیز مرکز د پرونۍ انتحاري حملې د مرګ ژوبلو تازه ارقام خپاره کړل.


پرون د عامې روغتیا وزارت ویلي و چې په دې برید کې ۴۸ تنه وژل شوي او ۵۶ نور ژوبل دي، خو نن اسوشیټېډ پرس اژانس د افغان چارواکو په حواله چې نوم‌یې نه‌دی ذکر شوی ویلي چې د پرونۍ حملې د وژل شویو کسانو کره شمېر ۳۴ تنه دی نه ۴۸.


د ملګرو ملتونو امنیت شورا دا حمله وغندله او هغه‌یې یوه بې‌رحمه او کرغېړنه ترورېستي حمله وبلله.


امنیت شورا وویل، دغه حمله د دې اړتیا په ډاګه کوي چې د ترورېزم له عاملانو، تنظیموونکو او مالي تمویلوونکو سره باید حساب وشي او عدالت ته راکاږل شي.


یونېسف یا د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې مشرې هم دغه حمله وغندله او پر دې یې خواشیني څرګنده کړه چې په افغانستان کې د زیاتېدونکي تاوتریخوالي ستره قرباني ماشومان ورکوي.


د «UNICEF» اجرائيه رئیسې هینریتا فور «Henrietta Fore» وویل، ماشومان باید هېڅکله هم د تاوتریخوالي هدف ونه‌ګرځي.


د کابل په دشت برچي کې د دغه روزنیز مرکز د انتحاري حملې مسؤلیت تر اوسه کومې وسله‌والې ډلې په غاړه نه‌دی اخیستی.


د افغانستان ولسمشر اشرف غني د دغې حملې د غندنې تر څنګ د هغې د څرنګوالي په اړه د پلټنې امر کړی دی.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса