Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Август
2018

هاشمي: وسله والو طالبانو د فاریاب د شېرین تګاب ولسوال وژلی

0
د فاریاب ولایت د شیرین تګاب ولسوال د طالبانو په یوه کمین کې وژل شوی دی.


د دغه ولایت د ولایتي شورا یوه غړي عبدالباقي هاشمي له ازادي راډیو سره په خبرو کې پېښه تأیید کړه او ویې ویل چې د شیرین تګاب ولسوال معلم سراج نن له غرمې وروسته د دولت‌اباد ولسوالۍ په ځنګل سیمه کې د میمنې او اندخوی ولسوالیو ترمنځ د وسله‌والو طالبانو له لوري وژل شوی دی.


ښاغلی هاشمي زیاتوي چې معلم سراج هره اوونۍ په پټه له شیرین تګاب ولسوالۍ د فاریاب اندخوی ولسوالۍ هغه ځای ته چې د ده کور په‌کې و، تګ راتګ کاوه.


ښاغلی هاشمي وايي چې ده نن هم په یوه شخصي موټر کې حرکت کړی و چې په لاره کې وسله‌والو طالبانو ښکته کړی او وژلی دی.


تر اوسه د دغې پېښې مسؤلیت چا نه‌دی منلی.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса