Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Август
2018

د روسیې ولسمشر او د جرمني صدراعظمه نن سره ګوري

0
د روسیې ولسمشر ولاديمیر پوتین به نن شنبه د جرمني له صدراعظمې انګيلا مېرکل سره وګوري او د دواړو خبرې به د اوکراین او سوریې پر کړکېچونو او د نورډ سټریم دوه پایپ لاین پر پروژې چې امریکا ورسره مخالفت کړی، متمرکزې وي.


پوتین جرمني ته په اتریش کې له لنډ تم کېدو وروسته ځي.


نوموړی د اتریش د بهرنیو چارو د وزیرې په واده کې ګډون کوي.


د جرمني صدراعظمې د جمعې په ورځ محتاطانه خبرداری ورکړ چې له پوتین سره د دې له خبرو دې خلک ډېر انتظار نه لري.


مېرکل په برلین کې خبریالانو ته وویل:


"موږ له روسیې سره ښې اړیکې غواړو، دا به یوه کاري غونډه وي او د یوې مشخصې نتیجې انتظار ترې نشي کېدای."


مېرکل زیاته کړه چې د اوکراین او سوریې او اقتصادي همکاریو په اړه خبرو ته لومړیتوب توجيه کیدای ځکه شي چې روسیه په دې ټولو برخو کې له پراخ نفوذ څخه برخمنه ده.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса