Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Август
2018

د کونړ اوسېدونکو د ولسمشر له خوا د نوي اوربند هر کلی او ملاتړ وکړ

0
د ګونړ اوسېدونکي د ولسمشر محمد اشرف غني له خوا د لويی اختر په خاطر د اعلان شوي درې میاشتني مشروط اوربند ملاتړ کوي او له وسله والو طالبانو هم د ورته اقدام غوښتنه کوي.


دوی وايي، په تېر کوچني اختر کې د حکومت او وسله والو طالبانو په اوربند کې يې له ډېرو کلونو وروسته په خوښۍ د اختر شپې ورځې تېرې کړې او اوس چې د لوی اختر په رارسېدو ولسمشر غني یو ځل بیا یو طرفه مشروط اوربند اعلان کړی، کونړیان يې ملاتړ کوي او له وسله والو طالبانو هم د ورته اوربند اعلانولو هیله لري.


د دوی په خبره، په تېرو ۴۰ کلونو کې يې له مرګ ژوبلې ،غمونو او ژړاګانو نور څه نه دي لیدلي او له ښکېلو ډلو غواړي چې نور دې جنګ ته د پای ټکی کېږدي.


که څه هم د افغان ولسمشر له خوا نوي اعلان شوي اوربند ته تر اوسه وسله والو طالبانو کوم ځواب نه دی ورکړی، خو د اوربند دغه اعلان د هېواد دننه او بهر د خلکو د ملاتړ سبب شوی دی.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса