Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Август
2018

رجب طیب اردغان: د ترکیې پراقتصاد حمله شوې ده

0
د ترکیې ولسمشررجب طیپ اردوغان وایي، دا چې ترکیه له مالي ستونزو سره مخامخ شوی او د پیسې ارزښت یې رالویدلی اصلي علت یې د دې هیواد پراقتصاد حمله ده.


اردوغان دغه څرګندونې په یوې ثبت شوې وینا کې چې د دوشنبې په ورځ خپره شوه کړي.


هغه که څه هم په مشخص ډول د کوم هیواد نوم وانخیست خو ویې ویل چې هغوی چې په ترکیه کې یې مالي بحران ته لمن وهلې هدف یې د ترکیې او د دې هیواد د وګړو په ګونډو کول دي خو ترکیه دا توانایي لري چې ځان له دغه بحرانه وباسي.


د ترکیې د پیسې ارزښت د بهرنیو اسعارو په تیره بیا د امریکایي ډالرپه وړاندې په وروستیو ورځو کې وروسته له هغې په بیساري توګه راولوید چې واشنګټن پرانقرې د المونیمو او اوسپنې پرصادراتو ګمرګي تعرفې زیاتې کړي.


د دواړو هیوادونو اړیکې په ترکیه کې د یوه امریکایي پادرې د توقیف او د انقرې له خوا له مسکو څخه د اس ۴۰۰ ډوله هوایي مدافعې د راکټونو د اخیستو په ګډون د ځنیو نورومسایلو پرسرخرابې شوي دي.


انقرې ویلي چې امریکایي پادري اندروکریګ برنسن یې د تروریزم په تورتوقیف کړی او که مجرم وپیژندل شي د ۳۵ کلونوبند سزا به ورکړل شي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса