Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Август
2018

نن سه شنبه د لوی اخترلومړۍ ورځ ده

0
نن د افغانستان په ګډون په ټولو اسلامي هیوادونو کې د لوی اخترلومړۍ ورځ ده.


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت خلکو ته د کلک امنیت ډاډورکوي او وایي چې په ټول هیواد کې پولیسو ته د تیارسی امر شوی دی.


د دغه وزارت ویاند نجیب دانش د دوشنبې په ورځ آزادي راډيو ته وویل چې امنیتي ارګانونو د اخترپه مناسبت د امنیت د ټینګښت او د وسله‎ والو مخالفینو د حملو د مخنیوي لپاره ځانګړي امنیتي تدابیرنیولي او له ټولو خلکو هم غواړي د امنیت په ټینګښت کې لهافغان امنیتي ځواکونو سره همکاري وکړي.


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو هم په یوه ویډیوي پیغام کې د نړۍ ټولو مسلمانانو ته د اخترمبارکي وویله او د یوه نیمکرغه اخترهیله یې وکړه.


د یادونې وړده چې د افغانستان حکومت د مخکیني اخترخلاف د لوی اخترپه مناسبت په مشروط ډول درې میاشتنی اوربند اعلان کړی او ویلي یې دی چې که طالبان ورته اوربند اعلان کړي هغه به رعایت کړي کنه د هغوی پرضد به پوځی عملیاتو ته دوام ورکړي. وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه رسمي دریځ ندی څرګند کړی.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса