Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Август
2018

الیس ویلز: دسولې په اړه خبرو کې باید د افغانستان حکومت شامل وي

0
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه لوړپوړې چارواکې وایي، د افغانستان د سولې په اړه هرو مستقیمو خبرو کې باید د افغانستان حکومت شامل وي او هغه به یوازې د طالبانو او واشنګټن ترمنځ مخ ته نه وړل کیږي.


 


دغه څرګندونې د جنوبي او مرکزي آسیا په چارو کې د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې الیس ویلزچې ویل کیږي تراوسه یې څوځلې د وسله والو طالبانوله استازیو سره مستقیمې خبرې ترسره کړي، پرون دوشنبې د فرانسپرس آژانس ته کړي.


میرمن ویلزوویل، واشنګټن له طالبانو سره خبرې د دې لپاره نه کوي چې افغانان یا د افغانستان حکومت له پامه وغورځوي بلکه یوازې غواړي چې اصلي لوري چې د افغانستان حکومت او طالبان دي، د خبرو میزته د هغوی د کښینولو لپاره اسانتیاوې رامنځ ته کړي.


تردې مخکې د لوی اخترپه مناسبت په یوه خپاره کړي پیغام کې د طالبانو مشرملا هبټ الله اخوندزاده ویلي و، ترهغو پورې چې په افغانستان کې د ده په وینا بهرني اشغالګرځواکونه حضور ولري سوله په دې هیواد کې نشي ټینګیدای او امریکا باید د دې هیواد د عیني شرایطو په منلو سره له دوی سره ګټورو خبرو ته کښیني چې دغې اولس کلنې جګړې ته د حل اساسي لارې ومومي. 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса