Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Август
2018

کابل : پاکستان باید د شعار پرځای پرخپلو ژمنو عمل وکړي

0
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، کابل ته د پاکستان د بهرنیو چارو د نوي وزیر د سفر نیټه تراوسه نده مشخصه شوې خو د پاکستان له نوي حکومته غواړي چې د شعار پرځای پرخپلو ژمنو عمل وکړي.


د پاکستان د بهرنیو چارو نوي وزیرشاه محمود قریشي پرون وویل چې افغانستان او پاکستان خپلې ستونزې د ګډتفاهم او خبرو له لارې هوارولی شي اوپه همدې نیت په نژدې راتلونکې کې کابل ته ځي.


د افغانستان د بهرنیو چارو مرستیال ویاند صبغت الله احمدي تیره ورځ ناوخته ازادي راډیوته د ښاغلي قریشي د وروستیو څرګندونو په اړه وویل:


"موږ هیله من یو چې پاکستان لکه د افغانستان په څیرپه خپلو ژمنو عمل وکړي. افغانستان د پاکستان، سیمې او د نړۍ په وړاندې په خپلو ټولو تعهداتو عمل کړی. موږ هیله من یو چې نور خبره له شعاره ووځي او د پاکستان نوی حکومت د خپلو ژمنو عملي کول ثابت کړي او موږ د د دواړو ګاونډیو هیوادونو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا او پراختیا شاهد واوسو."


د پاکستان د بهرنیو چارو وزیرښاغلي قریشي ویلي چې افغانستان ته د میني، دوستي او د یوه نوي پړاو د پیلیدو له پیغام سره ځي.


د پاکستان نوي صدراعظم عمران خان هم ویلي چې له ګاونډیوهیوادونو په تیره بیا له افغانستان سره به د اړیکو د ښه کیدو لپاره ډیرې هڅې وکړي.


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса