Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Август
2018

دشاهین قول اردو: یوازې دولس تنه مسافرو له طالبانو سره یرغمل دي

0
په شمال کې دیره د ۲۰۳ شاهین قول اردو چارواکي وایي چې د هغو ۱۵۵ یرغمل شویو مسافرو چې پرون د کندوز تخارپرلویه لاره وسله والو طالبانو تښتولي و، اکثره یې د قومي مشرانو د هڅو په نتیجه کې خوشې شوي او یوازې دولس تنه تراوسه له طالبانو سره یرغمل دي.


د دې قول اردو ویاند محمد حنیف رضایي تیره ورځ ناوخته ازادي راډیو ته وویل چې د قومي مشرانو له خوا د پاتې یرغملو د خلاصون لپاره هڅې روانې دي او دوی هیله من دي چې طالبان د لوی اخترپه مناسبت هغوی هم راخوشې کړي.

 


" یوازې دولس تنه له طالبانو سره یرغمل دي. بیاهم د سیمې قومي مشران او مخور هڅې کوي چې طالبان پاتې یرغمل هم خوشې کړي."


د کندز د چارواکو په وینا وسله ‌والو طالبانو پرون سهار دغه مسافرله ریو ۴۰۴ ډوله بسونو څخه ښکته کړي او له ځان سره یې بیولي و.


د شاهین قول اردو ویاند دغه راز هغه راپورونه هم تایید کړل چې وایي طالبانو د افغان امنیتي ځواکونو لږترلږه هغه څلویښت غړي چې د فاریاب ولایت پربلچراغ ولسوالۍ د وروستۍ حملې په ترڅ کې دوی ته تسلیم شوي و، پرون خوشې کړل.


د ښاغلي رضایي په وینا د خوشې شویو ۲۴ یې د ملي اردو سرتیري دي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса