Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Август
2018

روسي چارواکي په چیچنیا کې د درې جلا حملو په اړه پلټنه کوي

0
روسي چارواکي وایي چې د هغو درې جلا حملو په اړه پلټنه کوي چې په نتیجه کې یې د شمالي قفقازد چیچنیا په سیمه کې څو پولیس ټپیان شوي دي.


د اسلامي دولت ډلې یا داعش د دغو حملو مسولیت په غاړه اخیستی. خو د کرملین ملاتړي د چیچنیا د جمهوريت مشر رمضان قادروف ردکړې چې ګنې د دوشنبې د ورځې دغه حملې دې د داعش وسله والو کړې وي.


قادروف وویل، دغه سخت دریځه ډله د دې جمهوريت په ټولنه کې ملاتړ نه لري.


د چیچنیا د کورنیو چارو وزیر جمبولات عمروف Dzhambulat Umarov وویل، د حمله کونکو ترټولو ځوان یې یولس کلن او ترټولو زوړ یې اولس کلن و.


د اسلامي دولت ډلې په دې وروستیو کې په سیمه کې پرپولیسو حملې زیاتې کړي او ویل کیږي چې یوشمیروسله والو دغې ډلې ته بیعت کړی دی.


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса