Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Август
2018

افغانستان د ایرلنډ خلاف خپله دویمه شل اوریزه لوبه کوي

0
  د چارشنبه په ورځ​ افغانستان د ایرلنډ خلاف خپله دویمه شل اوریزه لوبه کوي.


د دواړو ټیمونو ترمنځ ددې سیالیو لومړنۍ شل اوریزه لوبه د دوشنبې په ورځ د ایرلنډ په کوربه توب وشوه چې په کې افغانستان د ۱۶ منډو په توپیر ایرلنډ ته ماتې ورکړه.


 


د افغانستان د کرکټ بورد اجرائیه ریس شفیق الله ستانکزي ازادۍ راډیو ته د ننۍ دویمې شل اوریزې لوبې د اهمیت په اړه وویل:


” له ایرلنډ څخه د دویمې شل اوریزې لوبې ګټل موږ ته ډیر مهم دي. موږ باید د لوبو دا لړۍ وګټو او که درې د صفر په وړاندې یې وګټو لا به ښه شي. ځکه موږ باید د روان میلادي کال تر پای پورې اتم مقام وساتو، او که په دې توانیږو نو موږ به د شل اوریزو لوبو نړیوال جام وروستي راونډ ته چې د  ۲۰۲۰ م کال کې کیږي لاره ومومو. “


 


د افغانستان او ایرلنډ دریېمه شل اوریزه لوبه به د راتلونکې جمعې په ورځ وي. ورپسې ټاکل شوې چې دواړه ټیمونه خپلو کې درې یو ورځنۍ لوبې هم ترسره کړي چې د اګست د میاشتې تر پای پورې به دوام وکړي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса