Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Август
2018

د ډنالډ ټرامپ مدافع وکیل منلي چې د مالي سرغړاوي تورونه قبول کړي

0
امریکايي چارواکي وايي، د امریکا د ولسمشر ډنالډ ټرامپ د اوږدې مودې شخصي مدافع وکیل منلي چې د انتخاباتي کمپاین د مالي سرغړاوي او نور جرمي تورونه قبول کړي.


دا د ولسمشر ټرامپ لپاره یو بل لوی قانوني ګوزار ګڼل کیږي.


د میشل کوهین له خوا پر ده د لګیدلو تورونو د منلو خبر د سه شنبې په ورځ په داسې حال کې خپور شو چې د امریکا د ولسمشر لپاره ستونزې په زیاتیدو دی.


تر دې مخکې د ورځې په پیل کې د ویرجینیا ایالت په الکساندریه کې فیدرالي منصفه هییت د ټرامپ د انتخاباتي کمپاین پخوانی مشر پاول منافورټ د بانکي او مالي درغلیو په اتو قضیو کې مجرم وباله.


دا تورونه د اوکراین د پخواني ولسمشر ویکټور یناکویچ په شمول د روس پلوو اوکرایني سیاستوالو سره د منافورټ د کار کولو سره تړلي دي.


د کوهین قضیه په منهاټن کې د څارنوالانو له خوا مخکې بیول کیږي خو د راپورونو له مخې له هغو څیړنو راپورته شوې چې ځانګړی امریکايي مفتش رابرټ مولیر یې د امریکا د ۲۰۱۶ م کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د ټرامپ د همکارانو او روسي چارواکو تر منځ د ممکنو لیدنو په اړه کوي.


هغه تورونه چې کوهین منلي په کې له روسیې سره ارتباط لرونکي فعالیتونه نه شته، خو په کې د امریکا د انتخاباتو له قانون څخه سرغړاوی، او هغو ښځو ته پیسې ورکول شامل دي چې ادعا یې کوله له ټرمپ سره نامشروع اړیکې لرلې.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса