Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Август
2018

د ډونالډ ټرمپ مدافع وکیل منلې چې د مالي سرغړاوي تورونه قبول کړي

0
امریکايي چارواکي وايي، د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اوږدې مودې شخصي مدافع وکیل منلې چې د انتخاباتي کمپاین د مالي سرغړاوي او نور جرمي تورونه قبول کړي.


دا د ولسمشر ټرمپ لپاره یو بل لوی قانوني ګوزار ګڼل کېږي.


د مایکل کوهین له خوا پر ده د لګېدلو تورونو د منلو خبر د سې شنبې په ورځ په داسې حال کې خپور شو چې د امریکا د ولسمشر لپاره ستونزې په زیاتېدو دي.


تر دې مخکې د ورځې په پیل کې د ویرجینیا ایالت په الکساندریه کې فیدرالي منصفه هییت د ټرمپ د انتخاباتي کمپاین پخوانی مشر پاول منافورټ د بانکي او مالي درغلیو په اتو قضیو کې مجرم وباله.


دا تورونه د اوکراین د پخواني ولسمشر ویکټور یناکویچ په شمول د روس پلوو اوکرایني سیاستوالو سره د منافورټ د کار کولو سره تړلي دي.


د کوهین قضیه په منهاټن کې د څارنوالانو له خوا مخکې بیول کېږي،خو د راپورونو له مخې له هغو څېړنو راپورته شوې چې ځانګړی امریکايي مفتش رابرټ مولیر یې د امریکا د ۲۰۱۶ م کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د ټرمپ د همکارانو او روسي چارواکو تر منځ د ممکنو لیدنو په اړه کوي.


هغه تورونه چې کوهین منلي په کې له روسیې سره ارتباط لرونکي فعالیتونه نه شته، خو په کې د امریکا د انتخاباتو له قانون څخه سرغړاوی، او هغو ښځو ته پیسې ورکول شامل دي چې ادعا یې کوله له ټرمپ سره نامشروع اړیکې لرلې.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса