Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Август
2018

امریکا وايي د ایراني چارواکو په چلند کې بدلون غواړي

0
د امریکا د ملي امنیت سلاکار وايي، واشنګټن په ایران کې د حکومت ړنګېدل نه غواړي بلکې د ایراني چارواکو په چلند کې د بدلون غوښتونکی دی.


جان بولټن نن په بیت المقدس کې خبریالانو ته وویل د ایران د رژیم بدلول د امریکا پالیسي نه ده خو د نوموړي په خبره دا باید ښکاره وي چې موږ د ایراني رژیم په تګلاره کې لوی بدلون غواړو.


بولټن په بیت المقدس کې له اسرایلي چارواکو سره د سیمې پر حالاتو خبرې وکړې.


جان بولټن تر دې مخکې ویلي وو چې واشنګټن باید په ایران کې د رژیم د بدلون لپاره فشار راوړي.


ټاکل شوې ده چې د امریکا د ملي امنیت سلاکار سبا ته په جینیوا کې له خپل روسيی سیال سره وویني.


بولټن ویلي دي چې دی به په دې کتنه کې له سوريې څخه د ایراني ځواکونو په وتلو ټینګار وکړي.


 


 


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса