Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Август
2018

ناڅرګندو وسله والو د بغلان د نهرین ولسوالۍ جنايي مدیر وژلی

0
د بغلان د نهرین ولسوالۍ جنايي مدیر د دولت د وسله والو مخالفینو په یوه غلچکۍ حمله کې وژل شوی دی.


د مرکزي بغلان ولسوال خانزاده مظلومیار ازادي راډیو ته وویل چې د نهرین جنايي مدیر په خپل موټر کې له کندز څخه پلخمري ته روان وو چې د مرکزي بغلان په ساحه کې پرې برید وشو.


د مظلومیار په وینا په دې پېښه کې د نهرین له جنايي مدیر سره په موټر کې دوه تنه نور سپاره کسان ژوبل شوي دي.


د دې حملې مسؤلیت تراوسه پورې چا په غاړه نه دی اخیستی.


سره له دې چې وسله والو طالبانو په اختر کې د افغانستان د حکومت د اوربند اعلان ته مثبت ځواب نه دی ویلی، په تېرو دوو ورځو کې د حملو او جګړو راپورونه نه دي ورکړای شوي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса