Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Август
2018

د شمالي قفقاز یوه اوسېدونکي په مسکو کې یو پولیس ټپي کړی

0
د شمالي قفقاز د نارامې سیمې یو اوسېدونکي پرون په مسکو کې پر یو پولیس ډزې کړي او ټپي کړی یې دی.


بریدګر خپله هم په متقابلو ډزو کې ټپي شوی دی.


د روسیې د څېړنو اداره وايي، بریدګر د بهرنیو چارو وزارت د ودانۍ مخې ته پر دوو پولیسو ډزې وکړې.


د انټرفاکس خبري اژانس د چارواکو له قوله د بریدګر نوم رنات کناشیف یاد کړی او ویلي یې دي چې ۳۰ کلن دی او د روسیې د شمالي قفقاز د کابردینا بالکاریای ولایت اوسېدونکی دی.


روسي خبري اژانسونو وروسته د پولیسو له قوله خبر ورکړ چې بریدګر په سر د ټپ له کبله ساه ورکړې.


چارواکي وايي، تر اوسه یې داسې کوم دلیل نه دی موندلی چې وښيي دې کس به د شمالي قفقاز له کومې سخت دریځې ډلې سره اړیکې لرلې.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса