Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Август
2018

صربیا له روسي بېلتون غوښتونکو سره د همکارۍ په تور د ملېشو یو مشر نیولی

0
په صربیا کې د چیت نیک په نوم د ملېشو د یوې ډلې قوماندان براتیڅلاف ژیف کوویچ د صربیانو د یوې داسې ډلې د جوړولو په تور نیول شوی چې د اوکراین د حکومت له روس پلوو بېلتون غوښتونکو سره یې همکاري کوله.


دا خبره د صربیا د کورنیو چارو وزارت کړې ده.


دې وزارت ازادي راډیو ته ویلي چې تورن به د ۴۸ ساعتونو لپاره په توقیف کې وي او وروسته به له جنايي تورونو سره څارنوالۍ ته وپیژندل شي.


ژیف کوویچ د اوکراین له خوا هم تر تعقیب لاندې دی ځکه داسې تورونه شته چې نوموړي د شپږ نور صربي اتباعو سره د اوکراین په ختیځ کې د روس پلوو بېلتون غوښتونکو په پلوۍ جګړه کې برخه اخیستې ده.


راپورونه وايي، ژیف کوویچ په ۲۰۱۴ م کال کې د هغو روسي ځواکونو سره هم ملتیا کړې چې د کریمیا ټاپوزمه یې ونیوله او له روسیې سره یې یوځای کړه.


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса