Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Август
2018

بولټن: د کوسووا او صربستان ترمنځ دجوړجاړي نښې لیدل کېږي

0
د امریکا د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار، جان بولټن  ویلي چې متحد ایالات د کوسووا او صربستان ترمنځ د ځمکې له تبادلې سره چې ددواړو هېوادونو لانجه پاي ته رسولائ شي مخالفت نه لري .


 


بولټن پرون ، جمعه د سنبلې ۲مه، د اوکراین په پلازمېنه ، کیف کې د ازادي راډیو دخبریال د پوښتنې په ځواب کې وویل چې داسې نښې لیدل کېږي چې ښايي د کوسووا او صربستان حکومتونو د داسې جوړجاړي په اړه خبرې کوي.


جان بولټن وویل، دامریکا سیاست دا دی چې که دواړه حکومتونه د لانجې د حل لپاره په خپلو کې موافقې ته رسېدلائ شي، امریکا یې مخالفت نه کوي.


 کوسوا د ۲۰۰۸ میلادي کال په فبرورۍ کې له سربیا خپلواکي اعلان کړه. خو د صربستان حکومت لا هم کوسوا د خپلواک هېواد په توګه په رسميت نه پېژني.


دې لانجې په اروپايي اتحادیه کې د دواړو هېوادونو غړیتوب له خنډ سره مخامخ کړی دی. د روانې میاشتې په پېل کې داسې رپوټونه خپاره شول چې صربستان اوکوسوا د دې لانجې د حل لپاره د سرحدي تغییراتو په اړه بحث کړی دی.


د صربستان دبهرنیوچارو وزیر د جولاي په میاشت کې په واشنګټن له جان بولټن سره وکتل او ویې ویل چې "امریکا اول وار، تیاره شوی چې د کوسوا په ګډون دستونزمنو مسایلو پرممکن حل خبرو ته غوږ ونیسي. "



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса