Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Август
2018

د کابل پولیس به نن د انتخاباتو د کمېسیون ددفتر مخې ته د تحصن خېمې ټولې کړي

0
د کابل امنیه قومانداني به نن ، شنبه د سنبلې ۳مه ، د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د مرکزي دفتر مخې ته د تحصن خېمې ټولې کړي.


 


د کابل امنیه قوماندان، داود امین پرون ازادي راډیو ته وویل چې د ولایتي دفترونو له مخې به هم د تحصن کونکو خېمې ټولې کړي.


امین وویل چې دانتخاباتو دخپلواک کمېسیون د مرکزي او ولایتي دفترونو مخې ته د تحصن خېمې له اجازې پرته او په غیرقانوني ډول درول شوې.


د کابل امنیه قوماندان وویل، هېڅ څوک حق نه لري چې په دې ډول د انتخاباتو بهیر ته خنډ پېښ کړي.


داود امین : "موږ ته امر شوی چې دا خېمې ټولې کړو. پولیس به له وسلو پرته خو له سپر او ډنډو سره د خېمو د ټولو لپاره ورشي. "


د کابل امنیه قوماندان له اعتراض کونکو وغوښتل چې د پولیسو په مقابل کې دي له زور او تشدده کار نه اخلي.


تحصن د یوشمېرکسانوچې نومونه یې د ولسي جرګې د کاندیدانو له وروستي لسته ایستل شوي، پلویانو پېل کړی دی. 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса