Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Август
2018

یو افغان پلاوی د غنمو د اخیستو لپاره قزاقستان ته ځي

0
ټاکل شوي چې د سې شنبې په ورځ د غنمو د اخيستلو لپاره یو افغان پلاوی قزاقستان ته سفر وکړي.


د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ویاند مسافر قوقندي نن یکشنبه ازادي راډيو ته وویل، د غنمو له پیرېدنې هدف د هغو خلکو د اړتیاوو پوره کول دي چې د وچکالۍ له کبله له لوږې سره مخ دي.


دی وايي، د غنمو له واردولو سره به ژرندې بېرته فعالې او ورسره به خلکو ته د کار ډېرې زمینې هم برابرې شي.


له دې وړاندې افغانستان د اړتیا وړ ډېر غله جات له پاکستانه ورادول، خو اوس يې ډېره تکیه پر قزاقستان ده.


قزاقستان د افغانستان تر څنګ ایران، تاجکستان او ازبکستان ته هم په زیاته اندازه غنم صادروي.


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса