Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Август
2018

په سوک وهنې سیالیو کې عزیزي له اندونیزیايي سیاله ماتې وخوړه

0
د اسیايي ۱۸م پړاو سیالیو په دوام د سوک وهنې په برخه کې لیس الله عزیزي د ۵۶ کیلو ګرام وزن په لرلو سره له خپل اندونیزیايي سیال څخه ماتې وخوړه او د سیالیو له لړۍ ووت.


د دغو سیالیو په دوهمه سیالي کې چې په ۶۹م کیلو ګرام وزن کې کېدله بل افغان لوبغاړي ظفر عزیز هم ونه شو کولای کوم مډال تر لاسه کړي.


دغه سیالۍ چې تېره اوونۍ د زرګونو لوبغاړو تر منځ په اندونیزیا کې پیل شوي، په کې له دې وړاندې د منډې وهلو په برخه کې هم افغان لوبغاړي پاتې راغلی، خو خالد هوتک یوازینی لوبغاړی دی چې د سوک وهنې په برخه کې يې تردې دمه د بُرونزو مډال اخېستی دی.


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса