Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Август
2018

د ایران پارلمان د اقتصادي او مالي چارو له وزیره د باور رأیه واخیسته

0
د ایران پارلمان په هېواد کې د اقتصادي وضعیت خرابوالي ته په پام سره د ولسمشرحسن روحاني پرحکومت د مخ په زیاتېدونکو انتقادونو په ترڅ کې د اقتصادي او مالي چارو وزیر ته د عدم اعتماد رأیه ورکړه او هغه یې له دندې لېرې کړ.


د پارلمان ۱۳۷غړو مسعود کرباسیان ته د عدم اعتماد رأیې ورکړې او ویې ویل چې د نورو مسایلو ترڅنګ هغه په دې کې هم پاتې راغلی چې د هېواد اقتصادي وضعیت روښانه او هغه ښه کړي.


د ایران د اقتصادي چارو د کدرونو په تشکیل کې د تغیراتو دغه وروستی اقدام په داسې حال کې کېږي چې د امریکا متحده ایالاتو پر دې هېواد هغه بندیزونه چې د ۲۰۱۵ میلادي کال د اټمي تړون په ترڅ کې یې لېرې کړې وو، بېرته لګولي دي.


په ایران کې لوړ انفلاسیون او د اقتصاد خرابوالي په وروستیو کې د تهران په ګډون په یوشمېر ښارونو کې خلک دې ته اړکړل چې واټونو ته را ووځي او مظاهرې وکړي.


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса