Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Август
2018

د پکتیکا د عامه کتابتون نوې ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

0
نن د دوشنبې په ورځ د پکتیکا په مرکز ښرنه کې د عامه کتابتون لپاره نوې ودانۍ له جوړېدو وروسته، ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.


د پکتیکا د عامه کتابتون د ودانۍ په پرانيست غونډه کې د یاد ولایت والي محمد الیاس وحدت په خبرو کې هیله څرګنده کړه چې د دې کتابتون په تجهیز او اکمال سره به لوستي کسان، استادان، محصلان او نور روڼ اندي د دوی د اړتیا او ذوق سره برابرو کتابونو ته لاسرسی پیدا کړي.


د پکتیکا والي په ځانګړي ډول په روڼ اندو او لوستو کسانو غږ وکړ چې مطالعې او کتاب سره مینه زیاته کړي او تر څنګ‌يې ژمنه وکړه چې یاد کتابتون به د کتابونو له اړخه نور هم غني کړي.


د کتابتون دا ودانۍ چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزرات له پرمختیايي بودجې څخه د یوه کال په موده کې جوړه شوې، په بېلابېلو برخو کې یوه اندازه کتابونه او د مطالعې لپاره مناسب ځایونه لري.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса