Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Август
2018

د افغانستان او ایرلنډ ترمنځ د کرکټ سیالۍ لا مهمې شوې

0
د افغانستان او ایرلنډ ترمنځ د یو ورځنیو لوبو لړۍ نن دوشنبه د ایرلنډ په کوربه‎توب پیل شوه.


د افغانستان او ایرلنډ ترمنځ دغه سیالۍ له هغې وروسته لا مهمې شوې چې د ښې لوبې او بریا اغېز يې د لوبغاړو او لوبډلې په نړیواله درجه بندۍ پرېوځي.


افغان ورو توپ اچوونکی راشد خان ارمان چې لا له وړاندې د ۲۰ اووریزو سیالیو لومړی درجه له ځانه سره لري، که په یو ورځنیو دغو سیالیو کې هم ښه ولوبېږي د یو ورځینو سیالیو د لومړۍ درجې اعزاز هم تر لاسه کوي.


نوموړی دا وخت د هندي بالر جسپرېت بومرا څخه یوازې ۱۲ نمرې شاته په دوهمه درجه دی.


افغان لوبډله چې ایرلنډ ته‌يې د ایرلنډ په کوربه‎توب په ۲۰ اووریزو سیالیو کې پرله‎پسې ماتې ورکړې، له دې وروسته دوه نورې یو ورځنۍ لوبې هم له هغه هېواد سره لري.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса