Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Август
2018

ارګ: ولسمشر غني او سرګي لاوروف د مسکو د غونډې په ځنډېدو سلا شول

0
افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف نن دوشنبه په ټیليفوني خبرو کې په دې سلا شول چې د مسکو غونډه به وځنډول شي، څو افغانستان او روسیه دواړه د دې غونډې لپاره چمتووالی ونیسي.


ټاکل شوې وه چې روسیه د سپټمبر په ۴مه د افغانستان د سولې په اړه د هغې غونډې کوربه‌توب وکړي چې وسله‌والو طالبانو هم په‌کې خپل ګډون تأیید کړی و.


افغان حکومت تر دې مخکې ویلي وو چې د مسکو په غونډه کې برخه نه‌اخلي.


په دې اړه په خپره شوې خبرپاڼه کې د ولسمشر غني له خولې ویل شوي:


"که اصلي او اساسي اصول چې هغه د افغانانو په مالکیت سوله ده، په پام کې ونیول شي او هره هغه پروسه چې په دې برخه کې کار کوي، باید په پوره همغږۍ ورته اماده‌ګي ونیول شي، نو د دغو ناستو مؤثریت به زیات کړي."


د ارګ اعلامیه د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر سرګي لاوروف له خولې وايي، هېواد یې د افغانانو په مالکیت سوله غواړي او په دې برخه کې چمتو دي چې د افغانستان حکومت سره په همغږۍ به هره هڅه او همکاري ترسره کړي.


له ارګه خپره شوې اعلامیه وړاندې وايي:


"په دغه ټیليفوني مکالمه کې تصمیم ونیول شو چې د لا زیاتې اماده‌ګۍ او مؤثریت په خاطر به د مسکو ناسته وځنډول شي، تر څو دواړه هېوادونه په ګډه د دغې ناستې لپاره چمتووالی ونیسي، افغانستان او د روسیې دولت به په ګډه د دغې ناستې مدیریت او کوربه‌توب وکړي."


همدارنګه ویل شوي چې په دې موده کې به د افغانستان حکومت په کور دننه سلا مشورو ته دوام ورکړي او هم به د دواړو هېوادونو ترمنځ ټیمونه د ناستې د څرنګوالي او وخت معلومولو په خاطر، ګډ کار وکړي.


تر دې مخکې د افغانستان اجرائیه رئیس عبدالله ویلي وو چې د افغان حکومت له ګډون پرته به د مسکو غونډه کومه نتیجه ونه‌لري.


ښاغلي عبدالله هم د سولې په برخه کې د نورو هېوادونو هڅې ستایلې وې، خو ټینګار یې کړی و چې د سولې هر ډول خبرې باید د افغانانو په مالکیت ترسره شي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса