Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Август
2018

ملګري ملتونه: طالبان دې د افغان حکومت اعلان شوی اوربند سمدستي ومني

0
د ملګرو ملتونو امنیت شورا پر طالبانو غږ وکړ چې د افغانستان د حکومت اعلان شوی اوربند دې سمدستي ومني.


د افغانستان ولسمشر تر لوی اختر یوه ورځ مخکې د زمري له ۲۹مې د لړم تر ۲۹مې پورې د درې میاشتو په مخه له طالبانو سره مشروط اوربند اعلان کړ.


د دې اوربند شرط دا دی چې هغه مهال به نافذېږي چې طالبان هم اوربند رعایت کړي.


امنیت شورا د دوشنبې په ورځ ناوخته په نیویارک کې تر غونډې وروسته په یوه خپره کړې اعلامیه کې همداراز پر طالبانو غږ کړی دی چې د فبرورۍ په ۲۸مه چې د افغانستان ولسمشر اشرف غني د سولې له قید او شرط پرته کوم وړاندیز طالبانو ته کړی دی، هغه ته دې هم غاړه کېږدي.


د امنیت شورا په اعلامیه کې ټینګار شوی دی چې د افغانستان د سولې خبرې باید د افغانانو په مشرۍ، د افغانانو ترمنځ ترسره شي.


امنیت شورا همدا شان ویلي چې راتلونکي انتخابات باید په شفاف ډول ترسره شي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса