Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Август
2018

پوتین د تقاعد په قانون کې د اصلاحاتو په اړه خپل دریځ نرم کړ

0
د روسيې ولسمشر نن چهارشنبه د هېواد د تقاعد په قانون کې د اصلاحاتو په اړه خپل دریځ نرم کړ او ویې‌منله چې د ښځو د تقاعد عمر دې اته کاله نه، بلکې پنځه کاله زیات شي.


په روسیه کې د تقاعد په اړه د حکومت د تېرې جون میاشتې اعلان د خلکو غصه او عکس‌العملونه وپارول او دې کار د ولسمشر ولادیمیر پوتین محبوبیت زیانمن کړ.


د روسيې پارلمان د تقاعد له دې پلانه چې د ښځو لپاره‌يې د تقاعد عمر ۶۳ کاله ټاکلی و، ملاتړ کړی و.


ولسمشر پوتین نن په یوې ټلوېزیوني وینا کې وویل چې له دې وروسته به د ښځو لپاره د تقاعد عمر ۶۰ کاله وي.


د سړیو لپاره بیا د تقاعد عمر ۶۵ کاله ټاکل شوی دی.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса