Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Август
2018

په کابل کې د فوټبال د روزونکو د "C" درجې زده‌کړو کورس پیل شو

0
په کابل کې د فوټبال د روزونکو د "C" درجې زده‌کړو دوهم پړاو کورس پیل شو.


د افغانستان د فوټبال فدراسیون د مطبوعاتو د برخې مرستیال شمس امیني نن چهارشنبه ازادي راډیو ته وویل چې د "C" درجې لایسنس لپاره د زده‌کړو دا دوره د تېرې ورځې راهیسې ۲۴ روزونکو ته پیل شوې ده.


دی وايي، ګډون کوونکي به تر ۱۳ ورځو پورې په تیوري او عملي شکل زده‌کړې تر لاسه کړي.


د فوټبال فدراسیون د معلوماتو له مخې، په دغې دوره کې د مرکزي زون او همدارنګه د کابل، خوست، لوګر او پنجشېر څخه روزونکي برخه لري.


د فوټبال فدراسیون وايي، په هېواد کې د فوټبال لوبې له غوړېدو سره د روزونکو او داورانو اړتیا هم په زیاتېدو ده او دوی هڅه کوي چې په فني او مسلکي شکل دا تشه ډکه کړي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса