Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Август
2018

ملي امنیت د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې د داعش ۴ کسیزه ډله نیولې

0
د افغانستان د ملي امنیت اداره وايي، د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې يې د داعش یوه څلور کسیزه ډله نیولې ده.


ملي امنیت نن په یوه بیان کې ویلي، دې کسانو په ظاهره د ټکسي چلوونکو په توګه کار کاوه، خو د داعش ډلې لپاره‌يې د وسلو او مهماتو په ساتلو او دې ډلې ته‌يې د خلکو د جذبولو په برخه کې فعال رول لوباوه.


داعش ډلې په دې وروستیو کې په کابل کې د موعود په نامه پر ښوونیز مرکز د برید چې لسګونه زده‌کوونکي په‌کې ووژل شول، مسؤلیت منلی دی.


ملي امنیت وايي، دې څلور کسیزه ډلې د کابل په قرغه کې یو پټن ځای درلود چې د ځانګړو ځواکونو له‌خوا ترې وسلې او مهمات ترلاسه شوي دي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса