Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Август
2018

ایران د صوفي طریقې څه د پاسه ۲۰۰ پالونکي په بند محکوم کړي

0
ایراني محاکمو د صوفي طریقې څه د پاسه ۲۰۰ پالونکي د مختلفو مودو په بند محکوم کړي دي.


دا په تېرو څلورو میاشتو کې د یوه مذهبي اقلیت پر ضد د ایراني چارواکو تر ټولو ځپونکی اقدام بلل کېږي.


د بشري حقونو نړیوال سازمان نن په یوه بیان کې ویلي دي چې له تېرې مې میاشت راهیسې د ایراني مقاماتو له‎خوا د ۲۰۸ صوفیانو زنداني کول یو ځل بیا دا ښکاره کوي چې ایراني چارواکي په ځانګړي ډول د دې هېواد امنیتي ادارې څرنګه خپل خلک ځوروي.


که څه هم صوفي طریقه په ایران کې منع او غیر قانوني ګرځول شوې، خو د بشري حقونو ډلې وايي چې ایراني چارواکي د دې طریقې د پالونکو پر وړاندې تبعیض او سخت چلند کوي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса